د کورنیو چارو وزیر: نړۍ دې نور پر افغانانو زور نه ازمایي

د کورنیو چارو وزیر: نړۍ دې نور پر افغانانو زور نه ازمایي


  • 1 کال دمخه (19/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 444

د ا.ا مشرانو د خپلواکۍ بیا اخیستلو ۱۰۴مې کاليزې په مناسبت غونډه کې ویلي، امن افغانستان د ټولې سيمې او نړۍ په ګټه دی، نړۍوال دې له ا.ا سره لا ښه تعامل ته رامخکې شي او پر افغانانو د روان محکوميت لړۍ دې پای ته ورسوي.

نن له انګرېزانو د هېواد د خپلواکۍ بیا اخیستلو له ۱۰۴مې کاليزې سره برابره ده. 

د دې ورځې نمانځغونډه نن د ملي دفاع وزارت کې جوړه شوې وه؛ د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدين حقاني په خپله وینا کې ویلي، چې د ښکېلاګرو پر وړاندې د جهاد او مبارزې په برخه کې د ديني عالمانو رول د پام وړ و او د دوی د غوره رهبرۍ برکت و چې افغانان يې خپلواک ساتلي دي.

هغه زياته کړې، چې نړۍ دې نور له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او پر افغانانو د روان محکوميت لړۍ پای ته ورسوي؛ نړۍ دې نور پر افغانانو خپله زورواکي نه ازمایي، بلکې نېک تعامل دې وکړي.