د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې فرانسې هېواد ته به د دغې کمپنۍ له لورې جوړې شوې د بېلابېلو مېوو اوبه، نوشابې او نور هغه تولیدات صادریږي چې په لوړ معیار تولید شوي دي.
نوموړي دغه راز لیکلي چې ترکیې ته د پامیر کولا له لوري هغه توکي صادریږي چې د هېواد صنعتي کمپنۍ یې په ښه کیفیت تولیدوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم اروپا او امریکا ته یو شمېر توکي او نوشابې صادرې شوې دي.