ازبکستان له افغانستان سره مرستو ته چمتووالی ښودلی

ازبکستان له افغانستان سره مرستو ته چمتووالی ښودلی


  • 1 کال دمخه (29/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 448

تېره ورځ په کابل کې د ازبکستان سفیر شادمانوف یادګار د اسلامي امارت د چارو ادارې ریاست له چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې ازبکستان د اړتیا په وخت کې له افغانستان سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

نوموړي دغه راز د سوداګرۍ د ودې په برخه کې د اسلامي امارت د وروستیو هڅو هرکلی کړی.

په ورته مهال د چارو ادارې د څارنې او پالیسي مرستیال مولوي سیف الدین هم د دواړو هېوادونو ترمنخ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او  له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان له مرستو مننه کړې.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازبکستان هېواد د توليد کړيو ملکي او نظامي وسايطو د ورکشاپونو د جوړولو په اړه هم يوه تفاهمنامه لاسليک شوې ده.