او آی سي: افغان نجونو او هلکانو ته باید د زده‌کړو اجازه ورکړل شي

او آی سي: افغان نجونو او هلکانو ته باید د زده‌کړو اجازه ورکړل شي


  • 1 کال دمخه (08/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 570

د اسلامي همکارۍ سازمان افغانستان ته د خپل پلاوي له سفره وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې باید ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو حق ورکړل شي. 

د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د پوهنې، لوړو زده کړو، کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل. 

په دې پلاوي کې د دغه سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی طارق علي بخیت او همداراز د ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، او څو نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان شامل وو. 

د اسلامي همکارۍ سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دوی پلاوي سرپرست حکومت چارواکو ته وریاده کړې، چې ټول اسلامي علما په دې برخه کې د نظر یووالی لري چې زده کړه د ښځو او نارینه وو حق او مسوولیت دی