کیم جونګ اون له پوتین سره د لیدنې لپاره روسیې ته روان شوی

کیم جونګ اون له پوتین سره د لیدنې لپاره روسیې ته روان شوی


  • 1 کال دمخه (12/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 438

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره دغه هېواد ته روان شوی. 

کرملین تایید کړې، چې ویلادیمیر پوتین به راتلونکو ورځو کې له کیم جونګ اون سره وګوري. 

شمالي کوریا له هغو په ګوتو شمارو هېوادونو ده چې پر اوکراین د روسیې د برید له پيله یې د مسکو ملاتړ کړی او ادعا کوي چې د لوېدیځ غچ اخیستونکی دریځ د اوکراین پر خاورې د روسیې د برید لامل شوی. 

کیم جونګ اون دا سفر شمالي کوریا ته د امریکا له هغو خبرداریو سره سره کوي چې روسیې ته د وسلو له ورکړې ډډه وکړي. 

د مسکو او پیونګ یانګ له انکار سره سره امریکا ټینګار لري چې د روسیې د پوځ د وسلو د تامین په هدف له شمالي کوریا سره خبرې په فعاله توګه مخته روانې دي.