امریکا د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د توبرکلوز یا نري رنځ ناروغۍ پرضد د مبارزې لپاره ۲۳ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې ده.
د ملګروملتونو د خبري ویبپاڼې ریلیف وېب د راپور له مخې، دا مرسته د نړۍ په کچه د نري رنځ د ناروغۍ پرضد د مبارزې په موخه شوې ده.
سرچینه زیاتوي، دا مرسته د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAIDله لارې ترسره کېږي چې ۸،۵ میلیون ډالر به یې په افغانستان، اوکراین او میانمار کې چې له ډېر ګواښ سره مخامخ دي د توبرکلوز د مخنیوي پر چاره ولګول شي.
په تېرو دوو کلونو کې د نړیوالو د مرستو له کمېدو وروسته، په افغانستان کې روغتیايي خدمات هم محدود شوي دي او د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که له دې سازمان سره سمدستي مالي مرسته ونه شي؛ نو ښايي اته میلیون افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.