د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د طالبانو لهلوري د تاوتریخوالي ډېرېدو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
نوموړي په واشنګټن کې ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې د یادې ډلې لهخوا د روان تاوتریخوالي ډېرېدو راپورونه اورېدلي دي.
د ښاغلي بلېنکن په خبره، چې په دې هېواد کې د طالبانو لهلوري د روان وحشت راپورونه د ژورې اندېښنې وړ دي او دا ورته په هېڅصورت د منلو نهدي.
د هغه تر دې څرګندونو مخکې پرون په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو ویليوو، چې طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په لسګونه ملکیان وژلي او بېکوره کړي.
ورتهمهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي و، چې په سپین بولدک کې یې شااوخوا ۴۰ کسان تشخیص کړي چې یادې ډلې وژلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي، چې طالبان غواړي مشران یې له تور لېست وښکل شي؛ خو که جګړو ته همدا ډول ادامه ورکړي؛ نو د مشرانو نومونه به یې په تور لېست کې پاتېشي.