تاشکند کې تر چاودنې وروسته اورلګېدنه رامنځ‌ته شوې

تاشکند کې تر چاودنې وروسته اورلګېدنه رامنځ‌ته شوې


  • 1 کال دمخه (28/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 565

د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند هوايي ډګر ته څېرمه په یوې چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۶۲ نور ټپیان دي.  

ازبک چارواکو ویلي، چې په تاشکند هوايي ډګر کې اوسمهال په عادي ډول الوتنې ترسره کېږي.

د ازبکستان د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې ۲۴ تنه ټپیان په روغتون کې بستر شوي او د ۱۳۸ تنه نور له درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي دي. 

چارواکو زیاته کړې، چې دغه چاودنه نن پنجشنبه ( د سپټمبر ۲۸مه) په یوې ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله رامنځ ته شوې ده.   

تر دې مهاله د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو د ازبکستان بېړنیو حالاتو ته د رسېدو اداره وايي، د چاودنې په سیمه کې یو ځانګړی لابراتوار جوړ شوی.

دغه اداره وايي، اورلګېدنه يې کابو کړې او په سیمه کې وضیعت تر کنټرول لاندې دی.