دفاع وزیر: له افغان کډوالو سره دې د پاکستان د روان ظلم مخه ونیول شي

دفاع وزیر: له افغان کډوالو سره دې د پاکستان د روان ظلم مخه ونیول شي


  • 1 کال دمخه (05/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 603

د ملي دفاع سرپرست وزیر نن کابل کې د پولیسو اکاډمۍ په فراغت غونډه کې ویلي، چې نړیوال دې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د روان ظلم مخه ونیسي. 

محمد یعقوب مجاهد له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو وروستۍ پرېکړه ناعادلانه بللې او له نړیوالو سازمانو یې غوښتي، چې د «پاکستان د ظلم او بربریت مخه دې ونیسي.» 

هغه زیاته کړې، چې دا پاکسان دا ډول تګلاره به د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي.

نوموړي دغه راز پاکستان کې پر مېشتو افغان سوداګرو غږ کړی، چې یاد هېواد کې دې پانګونه ختمه کړي او افغانستان ته دې ولېږدوي. 

د دفاع سرپرست وزیر څرګنده کړې، چې دا چاره باید له افغانانو سره د روان تاوتریخوالي بدل کې ترسره شي.   

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې او کابینې یې اعلان کړی، چې باید په یوه میاشت کې دننه ټول غیرقانوني کډوال ووځي.