پاکستانی استازی: افغانستان کې امنیت ټینګ شوی؛ خو پاکستان کې سوله ورکه ده

پاکستانی استازی: افغانستان کې امنیت ټینګ شوی؛ خو پاکستان کې سوله ورکه ده


  • 1 کال دمخه (07/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 483

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني‌ ویلي، چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی؛ خو په پاکستان کې سوله لا هم ورکه ده.   

نوموړي تېره ورځ اسلام اباد کې یو نړیوال سیمینار ته په وینا کې ویلي، چې دوی د پاکستاني طا لبا نو د تښتېدلو مشرانو په اړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې کړې دي.     

دراني یو وار بیا ادعا کړې، چې په سرحدي سیمو کې د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي‌ دي.  

د هغه په خبره، په اوسني وضعیت کې د افغانستان اوسنی حکومت پړ نه شي ګڼلای. 

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ټي ټي پي ډلې د غړو د حضور ادعا کړې وه.

خو اوسنی حکومت تل په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو شتون ردوي او وایي، له خاورې یې هیچاته ګواښ نه‌شته.