افغان سفارت: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري اېستل ودروي

افغان سفارت: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري اېستل ودروي


  • 1 کال دمخه (02/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 385

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت یو وار بیا له پاکستاني حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو پروسه ودروي.

یاد سفارت پر خپله اېکس پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا چاره د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي او افغان کډوال باید پرېښودل شي، چې په خپله خوښه ووځي.

په اعلامیه کې راغلي، د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان د پالیسي له کبله یو شمېر مافیايي کړۍ په دغه هېواد کې پیدا شوې چې په بېلابېلو پلمو له افغانانو پیسې اخلي.

سرچینې زیاته کړې، د یادې پالیسۍ له کبله د افغانانانو بانکي حسابونه تړل شوي او ان قانوني اسناد لرونکو کډوالو ته هم د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو ځورولو ته په اشارې ویل شوي چې د خلکو او ګاډو اوږده او سخته تلاشي، د کډوالو د ثبت لپاره ګمارل شوي نا کافي پرسونل، کمزوری سیستم او دې ته ورته ستونزو د خلکو د تګ پروسه ټکنۍ کړې چې له امله یې زرګونه افغان کډوال د پاکستان لور ته بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته ورسېد.