سوېلي کوریا له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

سوېلي کوریا له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړه


  • 1 کال دمخه (05/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 435

سوېلي کوریا له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړې ده.

‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) له افغانستان سره د سوېلي کوریا د یو میلیون ډالري مرستې خبر ورکړی دی.

اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه پیسې به د ژوند ژغورنې مرستو د وړاندې کولو په برخه کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ جاپان د هرات له زلزله ځپلیو سره یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړې وه. 

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، و چې دا مرسته به ۳۳ زره زلزله ځپلیو کسانو ته ورسېږي.  

د خوړو نړیوال پروګرام د تېرې سې شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي و، چې سږ کال یې د بودیجې د سخت کمښت له کبله پر لس میلیون وګړو د خوړو مرستې درولي او له بسپنه ورکوونکو غواړي، چې ورسره سمدستي مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان کې دا مهال له نیمایي زیات وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې هم یو شمېر سازمانو افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره له اړمنو کسانو سره د مرستې غوښتنه کړې وه.