د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، ایران ته په سفر کې د دغه هېواد د ولسمشر له مرستیال محمد مخبر سره لیدلي دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د افغانستان او ایران تر منځ پر اقتصادي او سیاسي تعامل، د سیمې او نړۍ پر سیاسي وضعیت او د حماس او اسراییلو د جګړې په تړاو خبرې کړې دي.
خبرپاڼې د ایراني لوري په حواله لیکلي، دغه هېواد چمتو دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي او له افغانستان سره د کرنې او صنعت په برخه کې د پرمختللې ټکنالوژۍ په کارونه کې بشپړه همکاري ولري.
تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په ایران کې د یاد هېواد د ملي امنیت شورا له رئیس سره کتلي وو.
د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګري پر پراختیا د صادراتو پر زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې.