اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره ۶۱ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي

اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره ۶۱ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي


  • 1 کال دمخه (07/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 426

اروپایي ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره یې ۶۱ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. 

اروپایي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پیسې یې په افغانستان کې زیانمنو وګړو او پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره ځانګړې کړې دي.  

دغه سازمان په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

دا نوې مرسته د هغو ۹۴ میلیونه یورو بشري مرستو سربېره ده، چې اروپایي ټولنې سږ کال د افغانستان لپاره ځانګړې کړې وه. 

اروپایي ټولنه وایي، افغانستان کې سږ کال څه باندې ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. 

اروپایي اتحادیه زیاته کړې، چې اوسمهال شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانان په جدي توګه د خوړو نا خوندیتوب سره مخ دي.