پر خوست او پکتیکا د پاکستان بریدونه؛ دفاع وزارت: د وسلې په ژبه مو ځواب ورکړی

پر خوست او پکتیکا د پاکستان بریدونه؛ دفاع وزارت: د وسلې په ژبه مو ځواب ورکړی


  • 6 مياشتي دمخه (18/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 334

د ملي دفاع وزارت وایي، پر خوست او پکتیکا د پاکستان هوایي بریدونو په غبرګون کې یې په درنو وسلو د پاکستاني پوځ مرکزونه په نښه کړي دي.

پاکستان نن سهار وختي د پکتيکا برمل او د خوست سپېرې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چې په پایله کې یې اته عام وګړي وژل شوي دي. 

بلخوا د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا بریدونه غندلي او د افغانستان پر خاوره یې تېری بللی دی.  

هغه په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ډول بریدونه به بدې پایلې ولري، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په واک کې نه وي. 

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې د ټي ټي پي یو قومندان عبدالله شاه هم وژل شوی دی.

خو په خپله عبدالله شاه په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې دا خبر رد کړی او ویلي دي، چې ژوندی او په سویلي وزیرستان کې دی.  

بل لور ته، د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم نن سهار د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې ده.