د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کي نن یک شنبه سهار ۱۰ بجې د یوه سراچه موټر د چپه کېدو له امله څلور کسان وژل سوي او شپږ نور ژوبل سوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس شمس الدین محمدي ویلي، پېښه د یادي ولسوالۍ د کوتل کبوترخان پر سړک رامنځ ته سوې چي، د دوو کوچنیانو او یوې ښځي په ګډون څلور کسان وژل سوي او د درو کوچنیانو په ګډون شپږ کسان ټپیان سوي دي.
محمدي د دغه پېښي د رامنځ کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی بللی دی.