پکتیکا کې د اوبو د ۲ بندونو جوړولو چارې پیل شوې

پکتیکا کې د اوبو د ۲ بندونو جوړولو چارې پیل شوې


  • 1 کال دمخه (12/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 427

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلې چې په پکتیکا ولایت کې د اووه میلیونه افغانۍ په ارزښت د اوبو د دوو کوچنیو بندونو د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

یاد وزارت نن پر ټوېټر لیکلي چې دغه بندونه د سروبي ولسوالي په سورګل او د مټاخان ولسوالي په تودې چینې کلیو کې جوړېږي.

د معلوماتو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت په پلان کې لري چې په یاد ولایت کې په ۷۵ میلیونه افغانۍ د اوبو ۲۵ ذخیروي بندونه جوړ کړي.