ایران تېره میاشت ۶۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راشړلي

ایران تېره میاشت ۶۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راشړلي


  • 11 مياشتي دمخه (30/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 427

یو شمېر ایراني رسنیو خبر ورکړی دی، چې دغه هېواد تېره میاشت ۶۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي. 

د ایران برنا رسنۍ د خراسان رضوي ولایت د سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له قوله ویلي، چې اېستل شوي افغانان ټول بې اسناده وو او دغه لړۍ لا هم روانه ده. 

ایران په وروستیو کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده. 

د خراسان رضوي ولایت چارواکو ویلي، له قانوني اسنادو پرته ټول هغه کډوال به وباسي، چې په ایران کې اوسېږي. 

د ایران په شمول پاکستان هم وروستیو میاشتو کې سلګونه زره افغانان په بد وضعیت کې له دغه هېواده اېستلي دي.