ویلیم لای د تایوان ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

ویلیم لای د تایوان ولسمشریزې ټاکنې وګټلې


  • 1 کال دمخه (14/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 408

ویلیم لای په تایوان کې د جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې او په خپله لومړۍ وینا کې یې له چین سره د سولې له لارې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ. 

په یاد هېواد کې د ټاکنو پایلو اعلانېدو سره سم، د چین د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تایوان د دوی د هېواد یوه برخه ده.

په ورته مهال د چین نوي جمهور رییس ویلیم لای ویلي چې د ستونزو او خنډونو پرځای د خبرو له لارې بحث ته لېواله دی او غواړي چې د خبرو له لارې ټولې ستونزې حل کړي.

هغه ویلي چې هېواد به یې اوسنۍ روانې لارې تګ ته دوام ورکوي او هیڅ وخت به شاته را ونه ګوري.

ویلیم لای چې تر ډېره یې اشاره چین ته وه، ویلي، چې په ټاکنو کې یې هیڅ بهرني نفوذ ته اجازه ورنه کړه او د خپلو خلکو پر مټ یې د خپل راتلونکي لپاره ټول ټاکنې وکړې.

دا ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې د شنبې په ورځ د چین دولتي شورا د تایوان د چارو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې تایوان د جمهوري ریاست ټاکنې نشي ترسره کولای.

بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو  وزارت ویلیم لای ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

د یادونې ده چې نوموړي په تایوان کې د درېیم ځل لپاره د جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې.