حقاني: په مهمو بنسټونو کې دې زموږ غړیتوب راکړل شي

حقاني: په مهمو بنسټونو کې دې زموږ غړیتوب راکړل شي


  • 1 کال دمخه (18/01/2024)
  • کامران احمدزی
  • 325

کورنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت باید په مهمو بنسټونو کې خپل غړیتوب تر لاسه کړي.

سراج الدین حقاني تېره ورځ د اروپايي ټولنې له سفیرې رافایلا یودیچه سره په کتنه کې ویلي چې که اسلامي امارت ته په مهمو نهادونو کې خپل غړیتوب ورکړل شي، نو له یو لوري به افغانان هلته خپلې ریښتینې استازولۍ ولري او له بل لوري به د مسائلو حل هم اسانه شي.

کورینو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې رافایلا یودیچه هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو او د هرات له زلزله ځپلو سره د لا زیاتو مرستو یادونه کړې ده.

هغې راتلونکی میاشت د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې په اړه هم خبرې کړې، خو سرچینې په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم څو ځله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ غوښتنه کړې، خو لاهم نه ده ورکړل شوې.