نامعلومو وسله والو هرات کې دوه دیني عالمان وژلي

نامعلومو وسله والو هرات کې دوه دیني عالمان وژلي


  • 1 کال دمخه (23/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 521

سیمه ییزې سرچینې وایي، په هرات ولایت کې د نامعلومو وسله والو په برید کې دوه دیني عالمان وژل شوي دي.

سرچینې وایي، پېښه نن غرمه مهال د هرات ښار په جبریل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دغه دیني عالمان د سیدالشهداء جومات مخې ته د موټر سایکل سپرو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوي دي. 

سرچینې د دغو دیني عالمانو نومونه شېخ رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي ښودلي دي. 

تر اوسه د دغې پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې.

ځایي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې ده، چې په تېره يوه مياشت کې په هرات ولايت کې د هدفي او مرموزو وژنو پېښې زياتې شوې دي. 

د راپورونو له مخې، په دې موده کې د هرات په انجيل ولسوالۍ کې يو ديني عالم او يو پخوانى جهادي قوماندان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي دي.