پوهنې وزارت وایي، له نوي ښوونیز نصاب څخه عصري علوم نه دي لرې شوي، بلکې د عصري علومو او اوسنۍ ټکنالوجۍ پرمختګ ته په پام چمتو شوی دی.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دیني مدرسو د ښوونیز نصاب په منځپانګه کې به هم د عصري علومو له وروستیو پرمختګونو کار واخیستل شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ښوونځیو په درسي کتابونو کې د عصري علومو په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په شاملولو سره نوی تعلیمي نصاب د بدلون په حال کې دی.
خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې دغه اصلاحات له نوي ښوونیز نصاب څخه د عصري علومو د لرې کولو په معنا نه دي.
تر دې وړاند د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه ویلي، و چې دغه وزارت د لومړنیو ښوونځیو له نصاب څخه هغه کتابونه لرې کړي، چې له «اسلامي شعایر او افغاني کلتور» سره یې ټکر درلود.
هغه ویلي وو، چې په نوي ښوونیز نصاب کې د بدلون لړۍ تر شپږم ټولګي بشپړه شوې ده.