سرې بحیرې کې د ویشتل شویو کښتیو غچ؛ امریکا او برېټانیا ۷۵ حوثیان وژلي

سرې بحیرې کې د ویشتل شویو کښتیو غچ؛ امریکا او برېټانیا ۷۵ حوثیان وژلي


  • 11 مياشتي دمخه (22/01/2024)
  • بصیره میاخیل
  • 370

یمن کې د حوثیانو پر پوستو د امریکا او بریتانیا د بریدونو له امله ۷۵ تنه وژل شوي دي. 

سکای‌نیوز د یمني سرچینو په حواله ویلي، چې د حوثي ملیشو پر پوستو د امریکا او برتانیا هوایي بریدونو له امله له ۱۵ ورځو څخه په کمه موده کې لږ تر لږه ۷۵ کسان وژل شوي دي. 

ویل کېږي چې په وژل‌شویو کسانو کې درې د سپاه‌ پاسداران او شپږ د لبنان د حزب الله ډلې غړي دي.

د یادونې ده چې دا شمېر کسان د جدی د میاشتې له ۲۲مې نیټې څخه تر اوسه پورې په حدیده، حجه، ذمار، تعز او البیضا سیمو کې د امریکا او بریتانیا د مختلفو بریدونو په نتیجه کې وژل شوی دی.

دا بریدونه پر حوثيانو وروسته تر هغې کېږي، چې یادې ډلې په سرې بحیرې کې ګڼې سوداګریزې بېړۍ په نښه کړې.