بدخشان کې د لوېدلې الوتکې سپرلي نن مسکو ته ورسېدله

بدخشان کې د لوېدلې الوتکې سپرلي نن مسکو ته ورسېدله


  • 10 مياشتي دمخه (26/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 398

د هغې الوتکې سپرلي نن له کابل څخه مسکو ته رسېدلې چې د بدخشان په غرونو کې یې ناسته کړې وه.

ټاس خبري اژانس د یادې الوتکې د سپرلۍ له قوله لیکلي چې الوتکې یې د تخنیکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناسته کړې وه.

د دوی په خبره، یوه نیمه ورځ یې په سخته یخه هوا کې تېره او تر هغې وروسته نږدې کلي ته ورغلي وو.

د یادونې ده چې په الوتکه کې شپږ تنه سپرلۍ وه، چې څلور یې ژوندي او دوه تنه چې ښځه او خاوند وو، مړه شوي وو.

دا فلوکن۱۰ الوتکه له تایلنډ څخه مسکو ته روانه وه، چې د جنوري په شلمه نېټه له رادار څخه نادرکه شوه.