امریکایي محکمې، ټرمپ ۸۳ میلیونه ډالر جریمه کړ

امریکایي محکمې، ټرمپ ۸۳ میلیونه ډالر جریمه کړ


  • 10 مياشتي دمخه (27/01/2024)
  • فضل المالک ترین
  • 355

امریکايي محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیکوالې جین کارول د بدنامولو له کبله ۸۳.۳ میلیونه ډالر جریمه کړی دی.
د محکمې پلاوي پر دغې قضیه شاوخوا درې ساته بحث کړی او وروسته یې ټرمپ مجرم ګڼلی؛ خو پخواني ولسمشر ټرمپ بیا دا پرېکړه غیر عادلانه بللې ده.
ټرمپ ویلي، دا پرېکړه ناسمه ده او ده هیڅ وخت له میرمن کارول سره یوازې هم نه دي لیدلی.
 محکمې ټرمپ تر هغې ډېر جریمه کړی، چې د کارول وکیلانو یې غوښتنه کوله.
که څه هم د لیکوالې جین کارول او ټرمپ قضیه په ۲۰۱۹ کال کې رامنځته شوې وه؛ خو ټرمپ تر دې وړاندې هم د کارول د جنسي ځورونې له کبله ۵ میلیونه ډالر جریمه شوی وو.