د افغانستان ا.ا د پیسو نړیوال صندوق پر وروستیو څرګندونو غبرګون وښود

د افغانستان ا.ا د پیسو نړیوال صندوق پر وروستیو څرګندونو غبرګون وښود


  • 3 کاله دمخه (20/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1215

د ا.ا یوه ویاند، بلال کریمي رسنیو سره په خبرو کې د پیسو نړیوال صندوق د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې اقتصادي بحران له تېر حکومت څخه ورته په میراث پاتې دی.  

نوموړی وايي، بشري سازمانونه دې د بد اقتصادي وضعیت په اړه د اعلامیې د خپرولو پر ځای لاس په کار شي او له خلکو سره دې مرسته وکړي، چې له دې ناورین څخه وژغورل شي. 

تر دې وړاندې د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ورکړی و، چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد تر ۳۰ سلنه پورې کمزوری شي او د اقتصادي وضعیت خرابېدو له کبله به ګاونډیو هېوادونو، ترکیې او اروپا ته د افغانانو کډوالي ډېره شي.  

دې سازمان زیاته کړې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر مرستو د افغانستان ولاړ اقتصاد د راکړې ورکړې بېلانس او سخت مالي کړکېچ سره مخامخ دی. 

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې اوس‌مهال ګڼ شمېر افغان کډوال پاکستان، ايران، تاجکستان او اروپايي هېوادونو کې مېشت دي. 

خو د پيسو نړيوال صندوق ويلي، افغانستان ته صادرات د ايران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان لپاره د اقتصادي او ټولنيز اړخه مهم دي.