ایران او پاکستان: د یو او بل ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوو

ایران او پاکستان: د یو او بل ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوو


  • 11 مياشتي دمخه (30/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 420


پاکستان او ایران وایي چې دواړه هېوادونه به په اړیکو کې د وروستۍ ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره د یو بل د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي.
د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو جلیل عباس جیلاني او حسین امیرعبداللهیان په اسلام آباد کې له خبرو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه ګاونډیان له یوبل سره د اړیکو لپاره دیپلوماتیک چینلونه لري او وبه کولای شي چې له هغو څخه په استفادې هره موضوع حل کړي.
د ایران او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې دواړو هېوادونو دیو بل په خاره کې هوایي بریدونه وکړل