شي جن‌‌پنګ بېجېنګ کې د اوسني افغان سفیر باور لیک ومانه

شي جن‌‌پنګ بېجېنګ کې د اوسني افغان سفیر باور لیک ومانه


  • 9 مياشتي دمخه (30/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 409

د چین ولسمشر شي جن‌پنګ بېجېنګ کې د چین لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت د سفیر په توګه د بلال کریمي باور لیک ومانه.  

ولسمشر شي جن‌پنګ د سرپرست حکومت د سفير د باورلیک منلو پرمهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ویلی او په کارونو کې یې ورته د بريا هیله ښودلې ده. 

د بارو لیک د منلو په مراسمو کې د سرپرست حکومت سفیر د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره هم لیدلي او نوموړي هم افغان سفیر ته د چین ولسمشر ته د باورلیک د وړاندې کولو له امله مبارکي ویلې ده. 

تر دې مخکې د سرپرست حکومت رییس الوزرا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې د چین د سفیر جاو شنګ باور لیک منلی و.