سرپرست حکومت: د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور بې اساسه دی

سرپرست حکومت: د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور بې اساسه دی


  • 11 مياشتي دمخه (01/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 346

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور له حقیقت لرې وباله.

په یاد راپور کې راغلي، چې ګواکې په افغانستان کې د القاعده ډلې اته نوی مرکزونه جوړ شوي، خو مجاهد وايي، چې دا ډول راپورونه بې اساسه او له هغه ادرسه سرچینه اخلي، چې د افغانستان له ازادۍ سره حساسیت لري.

نوموړي یو وار بیا ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د القاعده په ګډون هیڅ ترهګره ډله نشته او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د مجاهد په خبره، د ملګرو ملتونو له ادرسه د افغانستان پر اسلامي امارت د تور لګولو منظم پلان پیل شوی او غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي.

هغه ویلي، دا د ملګرو ملتونو له ادرس ناسمه ګټه اخیستنه ده او ډېری یې هغه هېوادونه کوي چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د القاعده ډلې د شتون په اړه اندېښنې راپورته شوې، چې اسلامي امارت تل رد کړې دي.