مولوي کبیر: موږ نړۍ کې هم د ا فغانستان په څېر امن غواړو

مولوي کبیر: موږ نړۍ کې هم د ا فغانستان په څېر امن غواړو


  • 11 مياشتي دمخه (02/02/2024)
  • 298

مولوي کبیر: اسلامي امارت د ټولې نړۍ لپاره امن غوښتونکی دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت په خپل سیاسي ډګر کې مخکښ روان دی او د چین له لوري د دوی د سفیر باور لیک منل کېدل یې غوره بېلګه ده.

مولوي عبدالکبیر پکتیا ته په خپل سفر کې یوې غونډې ته ویلي، اسلامي امارت د نورې نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی او هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استعمال کړي.

هغه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور هم بې اساسه بللی او ویلي یې دي، چې دا یوازې تبلیغات دي.

په همدې حال کې د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت سرپرس محمد خالد حنفي ویلي، چې افغان ولسونه باید د غرب د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانه شي.

نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت د مشر فرمانونه پلي کول د ټولنې د اصلاح او نظم په موخه لازمي دي.

د یادونې ده چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال تر دې وړاندې خوست ته په خپل سفر کې ویلي وو، چې نظام یې ټول شموله او ټول لوريو ته په کې ونډه ورکړل شوې.