د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پېښه نن سهار د کابل - کندهار پر لویه لاره د یو کرولا او مسافر وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.
خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې د پېښې ټپیان د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول شوي؛ خو روغتیايي وضعیت یې نازک بللی.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې غوري او ګړندی تګ ښودل شوی دی.