د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، چې د دوحې له غونډې وروسته به د افغانستان وضعیت بهتره شي.
قمي د ایران له دولتي خبري اژانس ایرنا سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، افغانستان تر بل هر وخت زیات د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو تعامل او همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړی وايي، د دوحې له غونډې وروسته به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو کچه لوړه شي او د افغانستان وضعیت به ښه شي.
د هغه په وينا، د افغانستان په اړه هره غونډه بايد د دغه هېواد لپاره رغنده رول ولري ترڅو د افغانستان د سياسي او اقتصادي وضعيت له ښه والي سره مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو مشورتي غونډه د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړېږي، چې اسلامي امارت هم ور بلل شوی دی.