نیکولسن: د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ ده

نیکولسن: د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ ده


  • 10 مياشتي دمخه (15/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 412

اروپايي ټولنې افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د یادې ټولنې ځانګړې استازي قزاقستان ته د خپل سفر پر مهال یوه مرکه کې ویلي، چې له مرستو سربېره لاهم په افغانستان کې له نیمايي زیات وګړي بیړنیو خوراکي او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.

توماس نیکولس زیاته کړې، سره له دې، چې دوی واک ته د اسلامي امارت له رسېد وروسته، تر اوسه ۱.۲ میلیارده یورو مرسته کړې، خو بیا هم بشري وضعیت نه دی ښه شوی.

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ملګري ملتونه وايي، دمګړۍ په افغانستان کې ۱۶ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او له هرو درېیو تنو څخه یو یې نه پوهېږي، چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.

اسلامي امارت بیا په افغانستان کې د فقر د کچې لوړ والی مني؛ خو زیاتوي چې هڅې یې پیل کړې، ترڅو دا کچه راکمه کړي.