ستانکزی پاکستان ته: ډېورنډ فرضي کرښه نه منو، چې لږ په ارام شو حساب درسره کوو

ستانکزی پاکستان ته: ډېورنډ فرضي کرښه نه منو، چې لږ په ارام شو حساب درسره کوو


  • 11 مياشتي دمخه (16/02/2024)
  • کامران احمدزی
  • 315

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، ډېورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه فرضي کرښه ده او دا خاوره هیڅوک له افغانستان څخه نه شي جلا کولی.

نوموړي لوګر کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکوونو د وتلو ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې اوس هم پاکستان له فرضي کرښې هاغاړه د افغانستان خپلې خاورې ته افغانان له پاسپورت او ویزې پرته نه پرېږدي.

د ستانکزي په خبره، د پاکستان دا چلند به د ۱۹۷۰ کال د بنګال تاریخ بیا تکرار کړي.

د ستانکزي په خبره، په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د راغلو توپ او ټانګونو مدعیان مالوم دي او چې دوی لږ ارام شي، نو د هرې مرمۍ حساب به واخلي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر تورخم ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، چې اسلامي امارت هیڅ وخت د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه پېژني.