د نیمروز ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د ایران حکومت د دغه ولایت په ورېښم بندر کې ۲۱۱ تنه افغان بندیان د سرپرست حکومت مسئولینو ته سپارلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغان بندیان تېره ورځ دوی ته سپارل شوي او زیاتوي، چې دغه پړاو لومړی دی او وروسته به نور هم وروسپارل شي.
سرپرست حکومت ته د دغو بندیانو د ورسپارلو پر مهال د زندانونو چارو ادارې سرپرست محمد یوسف مستري ویلي، چې دغه افغان بندیان به د بند پاتې مودې به پخپلو ولایتونو کې تېروي.
دا بندیان داسې مهال سرپرست حکومت ته ورسپارل شوي، چې تر دې وړاندې ایران ویلي و، چې سرپرست حکومت ته ۱۵۰۰ تنه افغان بندیان سپاري او د بند پاتې مودې به په افغانستان کې تېروي.