بلخ کې روسی کونسل: مسکو د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی

بلخ کې روسی کونسل: مسکو د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی


  • 1 کال دمخه (14/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 668

د هېواد په شمال زون  کې د روسیې هېواد جنرل کونسل وايي، روسیه د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده او اسلامي امارت سره به هر ډول همکاریو ته دوام ورکړي.

الیکسي پریوزریوف د بلخ له والي محمد یوسف وفا سره په کتنه کې ویلي چې روسیه او افغانستان غوره دوستانه اړیکې لري او اړتیا ده چې دا اړیکې نورې هم پراخې شي.

نوموړي دغه راز ویلي چې کونسلګري یې د پخوا په پرتله په وېزو کې ډېرښت راوستی او لاهم هڅه کوي چې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د بلخ والي ویاند حاجي زید پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د بلخ والي نوموړي ته د هر ډول امنیت ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې چې د ویزو په برخه کې اسانتیا رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۲کال د سپټمبر په ۵مه نېټه په کابل کې د روسیې  پر سفارت له برید وروسته دغه هېواد په افغانستان کې خپلې ټولې چارې وتړلې؛ خو د روان کال اپریل میاشتې په څلورمه نېټه یې اعلان وکړ، چې په بلخ ولایت کې بېرته خپلې کونسلي چارې پیل کړي.