دفاع وزارت: ازبکستان دې افغان الوتکې بېرته راستنې کړي

دفاع وزارت: ازبکستان دې افغان الوتکې بېرته راستنې کړي


  • 4 مياشتي دمخه (27/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 229

ملي دفاع وزارت په ازبکستان کې د افغان الوتکو پر پاتې کېدو د امریکا ټېنګار ته په غبرګون کې ویلي چې دا پرېکړه د منلو وړ نه ده. 

د یاد وزارت زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان د شتمنیو د ډالۍ کولو حق نه لري او ازبکستان ته یې ویلي، چې یادې چورلکې دې افغانستان ته وسپاري.

 

یاد وزارت په دغه خبرپاڼه کې ازبکستان ته په اشارې لېکلي، چې په دې برخه کې دې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي او د ښه ګاونډيتوب پر اساس دې تصمیم ونېسي.

د یاد هېواد په پلازمېنه تاشکند کې د امریکا سفیر جاناتان هینیک ویلي، چې امریکا له ازبکستان سره د دغو چورلکو د پاتې کېدو موافقه کړې ده. 

د یادونې ده، چې پر افغانستان د ط.الب.انو د بیا واکمنېدو پر مهال د افغانستان د هوايي ځواک لسګونه هلیکوپټرې د افغان پیلوټانو لخوا ازبکستان ته والوزول شوې، چې تر اوسه په یاد هېواد کې دي.