په افغانستان کې د یوناما ماموریت له غځېدو د یو شمېر بنسټونو هرکلی

په افغانستان کې د یوناما ماموریت له غځېدو د یو شمېر بنسټونو هرکلی


  • 10 مياشتي دمخه (16/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 237

د بخښنې، بشري حقونو نړۍوال سازمانونو او نورو ګڼو خواو په افغانستان کې د يوناما ماموريت له غځېدو هر کلی کړی دی.

 

د بخښنې نړۍوال سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، يوناما بايد له افغانستان څخه د بشري حقونو په هکله عامه، پياوړې او هر اړخيز راپور وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

 

دغه سازمان د يوناما له مشرې روزا اوتنبايوا غوښتي په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوی ته لومړيتوب ورکړي او سرپرست حکومت دې ته چمتو کړي چې پر نجونو او ښځو لګېدلي محدوديتونه لرې کړي.

 

د بشري حقونو د څار سازمان ښځو برخې مشرې هيدر بار هم پر اېکس‌پاڼه د يوناما ماموريت له غځېدو هر کلی کړی دی.

هغې ويلي، روزا اوتنبايوا بايد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مسووليتو د ملاتړ په موخه ډېره هڅه وکړي‌.

 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصيراحمد فايق د امنيت شورا په ناسته کې د يوناما د ماموريت غځېدنه یې د هېواد لپاره اغېزمنه او ګټوره بللې ده.

 

په سويس کې د افغانستان سفير بيا په افغانستان د يوناما سياسي ماموريت ناکام بللی؛ وايي، ښايي د يوناما مشره د سرپرست حکومت په وړاندې له بشري حقونو د دفاع وس نه لري.

 

بلخوا سرپرست حکومت له يوناما غوښتي چې له منفعل حالت څخه دې راووځي او فعاله ونډه دې ولري.

 

د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره شپه په افغانستان کې د يوناما د ماموريت غځېدو پرېکړه‌ليک مسوده چې جاپان چمتو کړې وه، لاليسک کړه چې له مخې به یې يوناما تر ۲۰۲۵ کال مارچ ۱۷ مې پورې افغانستان کې خپل فعاليتونو ته دوام ورکوي.