یونېسف: افغانستان کې مو له شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو سره مرسته کړې

یونېسف: افغانستان کې مو له شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو سره مرسته کړې


  • 9 مياشتي دمخه (07/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 253

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونېسف» وايي، په فبروري میاشت کې یې په افغانستان کې له څه باندې ۲۸۰۰ کورنیو سره مالي مرستې کړې دي. 

د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون شنبه پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې نغدې پیسې له کورنيو سره دا مرسته کوي چې دوی پخپله د خپلو شرایطو په چوکاټ کې د خپلو کورنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره پرېکړه وکړي.

د دې ادارې په وینا، له دغو سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته د دې لپاره شوې چې دغه کورنۍ خپلې ورځنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳٫۷ مېلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.