کېنیا کې سېلابونو تر۴۰ زیات کسان وژلي، ګڼ نور ورک دي

کېنیا کې سېلابونو تر۴۰ زیات کسان وژلي، ګڼ نور ورک دي


  • 8 مياشتي دمخه (29/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 334

د کېنیا په مرکز کې له بارانونو او سېلابونو وروسته د اوبو یو بند مات شوی او اوبه پر کورونو ورننوتې دي. 

سیمه ییز چارواکي وايي، دې پېښه کې ۴۲ کسان وژل شوي او لاهم ګڼ خلک ورک دي.   

د کېنیا په لوېدیځ کې سېلابونو سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

کېنیایي چارواکي وایي، سیمه ته یې ژغورونکې ډلې استولي او د خلکو د را اېستلو عملیات روان دي. 

د یادونې ده، چې په کېنیا کې د سېلابونو له امله له تېرې میاشتې راهیسې څه باندې سل کسان مړه شوي.

د کېنیا حکومت د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره نوی ښوونیز کال هم د یوې اوونۍ لپاره ځنډولی دی.