په پاریس کې د نیوزيلېنډي ډيپلوماټ پر کور برید کې؛ وسلوالو کسانو لومړی دا ډيپلوماټ وهلی او بیا یې ترې د کور یو شمېر شیان غلا کړي دي.
فرانسوي رسنۍ وایي چې، یاد ډيپلوماټ لومړی د غلو لخوا تړل شوی او له هغې وروسته د ټوپک په واسطه مخ ته وهل شوی دی.
ددغه ډيپلوماټ د روغتیايي حالت په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا د نيوزيلېنډ د بهرنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې، ددې پېښې په اړه له فرانسوي چارواکو سره په ګډه څېړنې کوي.
#SamsoorNews