عزیزي: منار جام روغ دی، د انحراف اوازې یې سمې نه دي

عزیزي: منار جام روغ دی، د انحراف اوازې یې سمې نه دي


  • 3 مياشتي دمخه (09/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 54

د اطلاعاتو او کلتور وزارت تخنیکي ټيم په غور ولایت کې د منار تاريخي جام د انحراف اوازې رد کړې.  

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ تخنیکي ټیم غور ته په سفر کې له منار جام څخه لېدنه کړې ده.  

عزیزي ويلي، وروستیو سېلابونو منار جام ته ښکاره زیان نه دی اړولی؛ خو په خبره یې، د راتلونکو سېلابونو او طبعي پېښو له امله یې د خطر وېره شته.  

نوموړي زیاته کړې، چې منار جام ته ور پېښ ګواښونه په ګوته شوي او ژر به یې د استحکام عملي کارونه پيل شي.  

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو سېلاوونو د دغه ۸۰۰ کلن تاریخي څلي د له منځه تلو اندېښنې راپورته کړې وې.