اوچا: د هرات ۲۵ زره زلزله ځپلې کورنۍ سرپناه ته اړتیا لري

اوچا: د هرات ۲۵ زره زلزله ځپلې کورنۍ سرپناه ته اړتیا لري


  • 3 مياشتي دمخه (14/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 76

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، د یوه کال په تېرېدو سره لاهم د هرات ۲۵ زره زلزله ځپلې کورنۍ سرپناه ته اړتیا لري.

اوچا د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه سازمان د اظطراري غبرګون له مرکزي صندوق سره په تېر یوه کال کې د هرات له ۲۷۵ زره زلزله ځپلیو کسانو سره مرسته شوې ده.    

په دغو مرستو کې سرپناه، خوراکي توکي، روغتيايي خدمتونه او زده کړې شاملې دي.

اوچا په هرات کې د تېر کال زلزله ځپلیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.   

د یادونې ده چې د تېر کال په تلې میاشت کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې د هرات ځینې برخې ولړزولې.

تر دې وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما هم ویلي وو، چې په هرات کې له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته لاهم زیات شمېر قربانیان بشري مرستو ته اړتیا لري.