د ونزویلا ولسمشر نېکولاس مادورو ادعا کړې، چې ایلان ماسک په یاد هېواد کې د کودتا کولو په پار یو ميلیارد ډالر مصرف کړي دي.
نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې پر امریکایي میلیاردر ایلان ماسک تور لګولی چې هغه د فاشیستي انقلاب او د ټاکنو پر وړاندې د ننګونو د رامنځته کولو لپاره دا کار کړی دی.
ایلان ماسک پر خپله ایکس پاڼه مادورو ته غبرګون ښودلی او دا کار د دواړو تر منځ د لفظي شخړې لامل شوی دی.