د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۷ تنه غړي د پاکستان له زندان خوشي شوي دي.
د یاد غورځنګ مخکښ غړي زاکیم خان وزیر پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې د خیبر په قامي لویي جرګې د ګډون له امله نیول شوي ۱۷ تنه ملګري یې خوشې شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې دا کسان د پاکستاني پولیسو لخوا د 3MPO قانون له مخې په جرګې کې د ګډون له امله نېول شوي وو.
د هغه په وینا په وروستیو کې پاکستاني حکومت د یاد غورځنګ له زرو تنو زیات غړي نیولي او بندیان کړي دي.