تېره میاشت هېواد ته نژدې ۴۰۰۰ بهرني وګړي راغلي او تللي

تېره میاشت هېواد ته نژدې ۴۰۰۰ بهرني وګړي راغلي او تللي


  • 1 مياشت دمخه (27/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 65

 

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په تېره تله میاشت کې هېواد ته د درې زره او ۹۴۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی. 

یادې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا کسان د ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګرونو له لارو د کار او سیاحت په موخه افغانستان ته راغلي او بېرته وتلي دي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو کسانو کې د ۶۳ مېرمنو په ګډون دوه زره او ۱۳۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۱ مېرمنو په ګډون ۱۸۰۹ بهرني کسان له هېواده وتلي دي.

دا پداسې حال کې ده، چې د همدې کال په وږې میاشت کې هېواد ته د درې زره او ۳۲۸ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی و.