لوګر کې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوګر کې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 1 مياشت دمخه (29/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 83

د لوګر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کي د د دوو ترافیکې پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. 

 

د یاد ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سمسور نیوز ته ویلي، چې دا پېښي یوه په مرکز، بله په برکي برک او درېیمه په محمد آغې ولسوالۍ کي د څو موټرانو د ټکرونو په نتېجه کي رامنځته شوې دي.

 

صدیقي د یادو پېښو د رامنځته کېدو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.

 

دا پداسې حال کې ده، چې د یک شنبې په ماښام په ارزګان کې هم سیند ته د یوه موټر د لوېدلو په پېښه کې اته کسان ووژل شول او یو تن بل ژوبل شو.