کابل کې اورلګېدنې څه کم ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې اورلګېدنې څه کم ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 1 مياشت دمخه (03/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 124

له پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالي اړوند حیدر خان کلا سیمې کې د پرونۍ اورلګېدنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۹۷ تنه سطحې او ژور ټپیان شوي دي.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې اورلګېدنې له امله په دغه سیمه کې یو شمېر شرکتونو او کسبکارانو ته ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالره مالي زیانونه هم اوښتي دي. 

دغې ادارې ویلي، چې دا شمېرې لومړنۍ دي او وروسته به بشپړ معلومات رسنیز کړي. 

دا شمېرې داسي مهال اعلان شوې، چې پرون ماښام د پلازمېنې کابل په پغمان ولسوالۍ د ګازو په یوه شرکت کې اورلګېدنه رامنځته شوه؛ خو لامل یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.