د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې!

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې!


  • 1 مياشت دمخه (05/11/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 41

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو رایه اچونه به د یاد هېواد د ختیځ پر وخت په ځېنو ایالتونو کې د شپې ۷ بجې او یو شمېر نورو ایالتونو کې به د شپې ۱۱ بجې بنده شي.

 

د اېنډېپېنډېنټ د خبر له مخې، د شپې په ۷ بجو د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو  د ځینو مرکزونو له بندېدو څو ساعته وروسته به د ټاکنو پایلې اعلان شي، خو دا پایلې په یو شمېر ایالتونو کې فرق کوي او ممکن د ځېنو ایالتونو د رایه اچونې پایلې ژر اعلان شي. 

 

ویل کېږي چې په ډېر احتمال شاید جورجیا هغه لومړنی ایالت وي، چې د رایې اچونې له بندېدو یو ساعت وروسته به یې پایلې اعلان شي.