هلمند کې د ۲ محرابه مسجدونو کارونه پیل شوي

هلمند کې د ۲ محرابه مسجدونو کارونه پیل شوي


  • 2 مياشتي دمخه (14/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 103

د ټولګټو چارو وزارت وايي، په هلمند کې یې د کندهارـ هرات لویي لارې په اوږدو کې د دوه محرابه مسجدونو جوړولو کارونه پیل کړي دي. 

دغه وزارت تېره ورځ په یوه بیان کې لېکلي، چې دا مسجدونه د هغو مسجدونو له جملې څخه دي، چې د سرپرست حکومت مشرتابه یې د جوړولو حکم کړی او پر دواړو مسجدونو ۶۷،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

په بیان کې راغلي، چې یاد مسجدونه په نادعلي او واشېر ولسوالیو کې جوړېږي او کارونه به یې په یوه کال کې بشپړ او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي. 

د سرپرست حکومت د مشرتابه لخوا د هېواد د لویو لارو په اوږدو کې د ۷۵ محرابه مسجدونو جوړولو حکم شوی، چې هر یو به پر درې جریبه ځمکه جوړ شي او د ۳۰۰ نارینه وو او ښځو ځایېدو ظرفیت به ولري.